فراه نما

فراه نما
دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....  
قالب وبلاگ
نويسندگان
لینک دوستان

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان فراه نما و آدرس farahnama.loxblog.com لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.





آيا افغانستان به رښتيا هم له ۲۰۱۴ کال وروسته له منځه لاړ شي؟

Posted: 15 Oct 2012 08:42 PM PDT

احمدضیاء رحیمزی
د روان زېږدیزکال داکتوبر په اومه نېټه پرخوار اود پخواني شوروي اتحاد دتپل شوې او ترهغې وروسته د کورنۍ جګړې په اور پر ستي شوي افغانستان، د یو وېشتمې پېړۍ دستراستعماري قوت امریکا دهوایې اوځمکني بریدونو له پیل څخه یوولس کاله پوره شول، په داسې حال کې چې رسنیو هرې یوې په خپل وار د تېرې یوولس کلنې تپل شوې جګړې بېلابېل اړخونه او په خوار افغانستان کې د نړۍ د تر پنڅوسو زیاتو نړیوالو هېوادو د یوولس کلن شتون لاس ته راوړنې له خپل آند څخه څېړلې ، د کړکېچ دنړیوال ګروپ ) (International crises group په نامه یوه ارګان چې ویل کېږي مرکزي دفتر یې په بروکسل کې دی، دافغانستان د راتلونکې په اړه یو داسې جنجالي راپور خپورکړ چې نه یوازې افغانستان او د افغانستان چارواکي ، چې آن د نړۍ ستر هېوادونه یې هم له دې راپورسره په غبرګون ښودلو اړکړل.

که څه هم په ظاهره په افغانستان کې د امریکا اونورو هېوادو د پوځي شتون د یوولس کلنۍ موضوع، تر هغې وړاندې د ولسمشر کرزي جنجال جوړونکي ویناګانې چې ویل یې امریکا دستراتيژیک تړون سره سره د پاکستان دبریدونو په وړاندې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ‎‎نه ده او دکړکېچ د نړیوالې ډلې دا وروستۍ راپور جلا جلا پېښې شمېرل کېږي، خو که ددې ټولو خبروترشا لاملونه او د پردې شاته د افغانستان او خوارو افغانانو د برخلیک په اړه روانو معاملو او ډنډورو ته ځېر شو، نو بې ځایه به نه وي چې دا ټولې هڅې د یوې کړۍ لړۍ وشمېرو او په داسې بڼه یې وارزوو چې په حتمي توګه له یوبل سره په قوي ارتباط او اړیکه کې دي.

تر امریکایي بریدونو یوولس کاله وروسته افغانستان :

یوولس کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو نطام ترهغه وروسته د امریکا اودهغې داروپایي متحدینو تر هوایي اوځمکني برید لاندې راغی چې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر په یوولسمه دامریکا پر سودګریزو مرکزونو د القاعدې سازمان برید په نړۍ کې ډېر څه سره ګډوله کړل او پر افغانستان واکمنو طالبانو هم د القاعده سازمان دمشرانو د ورسپارنې په اړه د امریکا غوښتنه ونه منله. تردې بریدونو لږه موده وروسته د امریکایي B 52 ډوله الوتکو په زور د طالبانو واکمني ړنګه او پرځای یې د بون د لومړي کنفرانس د خبرواترو په پایله کې د افغانستان د څو مقتدرو ډلو څخه یو ګډوله حکومت پر کابل واکمن شوچې که څه هم حامد کرزی یي مشري کوله خو ستره برخه یې بیا هم یا په لوېدیز کې د لوغړېدلیو افغان تکنوکراتانو وه یا هم د هماغه ټوپک سالارانو چې امریکا ته یې د هوایي بمبارۍ په شپو او ورځو کې ویل چې دا بمونه بس نه دي اوباید تردې هم لا غټ اوقوي بمونه د افغانستان پر خوار اومظلوم ولس را وغورځول شي.

افغانستان ته دنړیوالو ځواکونو په راتللو اودلته د نوې بڼې نظام له ټېنګښت سره د افغان جګړه ځپلي ولس هېله من شو چې کېدای شي نور په دې هېواد کې دجګړې لمبې به مړې شي او دنړۍ له خوا د ژمنه شویو مرستو په وجه به افغانان وکولای شي د دریو لسیزو جګړې له امله په کنډواله بدل شوی خپل هېواد ورغوي او ولس به موله اوسني غربت نه خلاص شي، خو دادی نن ګورو چې د یوولسو کلونو په تېرېدو بیا هم په افغانستان کې جګړه لا هماغسې روانه ده او اوس خو چې نړیوال ځواکونه غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه پښې سپکې کړې نو لا دا وېره هم ورسره پیدا شوې چې دلته بیا د شوروي تر ماتې وروسته کلونو په څېر د کورنۍ کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړې تورې لوخړې خپل شوم سیوری خپور نه کړي.

په اقتصادي لحاظ هم که یوې خواته افغانستان ته په تېرو یوولسو کلونو کې میلیارډونه ډالره بهرنۍ مرسته اوپورونه را جاري شول، خو د عام افغان په ژوند کې یې کوم خاص بدلون نه تر سترګو کېږي، او سړی ګومان کوي چې دا ټولې یوولس کلنې نارې سورې ،مرستې او پورونه او د افغانستان د اقتصادي پرمختیا په موخه جوړ شوي ملي، سیمه يیز او نړیوال کنفرانسونه یوازې او یوازې پر وران افغانستان د تپل شوې ډیموکراسۍ له برکته د واکمنو څو کسانو، څوکورنیو او دهغوی سره دملګرو مافیایی کړیو لپاره وو او بس.

په تېرو یوولسو کلونو کې د افغانستان داقتصاد لپاره هېڅ کومه بنسټيزه پروژه پلې نه شوه، آن چې د افغانستان دستراتيژیک تراتزیتی موقعیت له امله چې کومې پروژې باید دلته پلې شوې وای لکه هند اوپاکستان ته د ترکمنستان د غازو نل لیکه او د مینڅنۍ اوسویلي آسیا تر منڅ د یوه ترانزیتي پله په توګه د افغانستان ونډه او داسې ډېر نور ، دبېلابېلو لاملونو له امله چې په سر کې یې په افغانستان کې د جګړې او نا امنۍ دوام او پر افغانستان د یوه فاسد اداري اومالي نظام حاکمیت ګڼلای شو، تر دې دمه بشپړې نه شوې او دادی تر دې دمه مو بازارونه یوازې د ګاونډیانو پر تولید شویو توکو ډک دي اوبس.

اوس چې له یوې خوا په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه دخپلو وتلو خبره کوي،او له هغې سره یوځای د بهرنیو مرستیو د جوالونو خلاصې خولې هم تر یوه بریده تړل کېږي او بل لوري ته په تېرو یوولسو کلونوکې دافغانستان اقتصاد د تولیدي برخې لپاره هېڅ ډول کار ترسره نه شو، نو دا اندېښنه را پیدا کېږي چې کله بهرني ځواکونه ووڅي او بهرنۍ مرستې هم محدودې شي، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان وضعیت په څه ډول وي؟

په تېرو یوولسو کلونو کې نه یوازې افغانستان له سیاسي، پوڅي او اقتصادي اړخه څه ترلاسه نه کړل بلکې ډېرڅه یې هم له لاسه ورکړل، په همدې توګه یې په اجتماعي اوټولنیزه برخه کې هم ډېر زیانونه ولیدل، دافغانستان په بېلابېلو برخو کې دولسونو اوملیتونو تر مینځ د اختلاف او توپیر را پارېدل او ډېرې نورې داسې بېلګې شته چې ښکاروي د نورو برخو ترڅنګ په ټولنیز ډول هم د افغانستان ټولنې او وګړو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واوړېدل.

د کړکېچ نړیوال ګروپ څه وایې؟
دکړکېچ نړیوال ګروپ ) (International crises group چې مرکز یې په بروکسل کې دی اوځان ته یوتحقیقي او څېړنیز مرکز نوم ورکوي د اکتوبر په اتمه نېټه یعنې پر افغانستان د امریکا دبریدونو د کلیزې څخه یوه ورځ وروسته یو رپوټ د رسنیو له لارې خپور کړ چې محوري ټکی یې دادی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت د ټېنګښت جوګه نه دي.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې کارپوه کانداس روند اوکس ويلي، په ٢٠١٤ کال کې، چې ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان حکومت، چې د امريکا ملاتړ له ځان سره لري، ښايي ړنګ شي. خو درسنیو له لارې ددې ګروپ د راپور له خپرېدوسره جوخت، د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د دغه راپور په اړه په خپل رسمي غبرګون کې وویل چې ددغه راپور موضوع د افغانستان د کابینې په غونډه کې مطرح شوه او داسې نظر ورکړل شو چې دا راپور د افغانستان له واقعيتونو لیرې دی او افغانستان دا یو سیاسي راپور بولي. دولسمشر ویاند دا هم څرګنده کړه چې دغه راپور دې ته زمینه برابروي، چې ځینې بهرني هېوادونه په راتلونکو ټاکنو کې مداخله وکړي.

ایمل فیضي ددې راپور دخپرېدو موخه په راتلونکوولسمشریزو ټاکنو کې د یوشمېر هېوادو مداخلې ته زمینه برابرول وګڼل خو ددې تر څنګ په افغاني اوبهرنیو رسنیو کې ددې راپور په اړه بېلابېلې شننې او تبصرې خپرې شوي او په افغانستان کې هغه رسنیو چې تر ډېره بریده د سیاسي اپوزیسیون په نامه د شمال ټلوالې پلوي کوي او د ولسمشر کرزي اودهغه دحکومت هره ناکامۍ خپله بریا ګڼي، ددې راپور ستاینه وکړه اوهغه یې پرځای وګڼلو خو یو شمېر د ملی آند اونظر خاوندانو څه د رسنیو له لارې او څه هم په عامه کچه ددې ډول راپورنوپر سیاسي توب ټېنګار وکړاو دغه ډول کسان په دې اند دي چې که څه هم په افغانستان کې د امریکا اونړیوالو یوولس کلن شتون د افغان ولس هېلې او امیدونه پوره نه شو کړای او په دې کې هم شک نشته چې د حامد کرزي اداره تر ډېره بریده ناکامه اداره ده ، خو ددې ټولو سره سره بیا هم دا به ډېره بې انصافي وي که ددې ټولو نه بریالیتوبونو او غمېزو پړه یوازې پر ولسمشر او دهغه پر ډله واچوو.

تر ۲۰۱۴ وروسته به څه پېښ شي؟
که چېرې دنړیوال کړکېچ ګروپ د وروستي راپور په اړه د حکومت او حکومت پلوه شنونکو دا اند ومنوچې لوېدېز وال غواړي تر ۲۰۱۴ کال وړاندې ممکنه کړکېچ ته لمن ووهي او ځینې لوېديځې رسنۍ او دا ډول تحقیقاتي بنسټونه د رواني جګړې پرمټ دا ډول رپوټونه خپروي، نو بیا باید لوېدېز وال دې ټکي ته هم پام وکړي چې دا دوی وو چې په افغانستان کې یې دخپل یوولس کلن شتون په موده کې د یوې منظمې ستراتېژۍ له مخې د افغان ملي ځواکونوپه روزنه او حتا په لومړي سر کې یې دهغوی په عددي پراختیا کې خنډونه را مینځ ته کړل، آن تردې حده چې ولسمشر کرزي ددې راپور تر را برسېره کېدو څو ورځې وړاندې وویل چې دوی غواړي افغان پوځ ته له چین او روسیې څخه درنې وسلې وپېري،او دا نننۍ کومې کمزورتیاوې هم چې ددوی له خوا په ګوته کېږي نېغ په نېغه د دوی د کړنو پایله ده او که چېرې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان دنظام شته خوکاواکه بنسټونه له مینځه ځي یا غورځېږي بیا یې هم مسؤولیت ددوی پرغاړه دی.

یوشمېر څېړونکي په دې اند هم دي او دا شونې هم ده چې دا ډول رسنۍ یا تحقیقي بنسټونه د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژیک تړون ترناکام لاسلیک وروسته ، یوازې د امریکا په خوښه او یا دامریکا دیو اړخېزه غوښتنو په اساس له افغانستان سره دامریکا د امنیتي تړون د لاسلیک په ترڅ کې دا ډول فشارونه کاروي ، او دتېرو یوولسو کلونوحالاتو ته په کتو سره دا لیری هم نه ده چې امریکا اولوېدېز وال وغواړي له بېلابېلو ادارو اوبېلابېلو جهتونو څخه دخپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي.

خوددې ټول ترڅنګ هغه څه چې ډېر مهم دي او په کار ده چې افغان ولس او مشران ورته پاملرنه وکړي هغه په خپله د افغانانو خپل منځي اتفاق اواتحاد اوپریوه محور دهغوی را ټولېدل دي .

ډېری افغانان او پر هېواد او ولس زړه سواندي شنونکي نن په دې نظر دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته دهېواد او ولس راتلونكې نه د بهرنيو پوځيانوپه شتون پورې تړلې او نه هم دهغوی په وتلو یا پاتې کېدلو پورې. د یوې ورڅپاڼې د لیکوال په اند د افغانستان د برخليك د پريكړې اصلي محور پخپله ولس دى، كه ولس په يوه خوله، يوه دريځ راټول ؤ د نړۍ هيڅ ځواك نشي کولای تیارې پرې وتپي، خو كه خدا مه كړه سره شل په شل وو د هر ډول غميزو امكان شته. اوس دې ته اړتيا ده چې د وخت د توطيو له زوره تيت او پرك افغانان سره يو، په يوه نوي احساس په يوه محور راټول كړاى شي.

چینه: اصلاح آنلاین

_____________________________________________

 



نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





[ چهار شنبه 26 مهر 1391برچسب:, ] [ 7:54 PM ] [ بريالي محمدي ]
.: Weblog Themes By Pichak :.

درباره وبلاگ

((به وبلاگ من خوش آمدید)) برای يك بار پريدن، هزار هزار بار فرو افتادم. ::: ::: ::: هیچ انسانی دوست ندارد بمیرد، اما همه آنها دوست دارند به " بهشت " بروند... اما ای انسانها... برای رفتن به " بهشت " ... اول باید مرد. ::: ::: ::: ::: ::: ::: هيچ وقت رازت را به کسي نگو. وقتي خودت نميتواني حفظش کني چطور انتظار داري کسي ديگري براي شما راز نگهداره. محمدي محصل دانشكده طب در کشور ترکیه-آنکارا Mohammadi studying Medicine College in Turkiye-Ankara WWW.Farahnama.loxblog.com
موضوعات وب
امکانات وب
ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 7
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 11
بازدید ماه : 1289
بازدید کل : 4719
تعداد مطالب : 228
تعداد نظرات : 14
تعداد آنلاین : 1



<-PollName->

<-PollItems->

Google

در اين وبلاگ
در كل اينترنت



تماس با ما

آپلود نامحدود عکس و فایل

آپلود عکس





برای نمایش تصاویر گالری كلیك كنید


دریافت كد گالری عكس در وب


Pichak go Up

.

.

.

<-PollName->

<-PollItems->

قرآن آنلاین
http://s1.picofile.com/shiat/giv.gif
(بهترین لینک باکس)

  • دانلود فیلم
  • قالب وبلاگ